ایکنا نیوز دالبلادد له قوله راپور راکړ، له دې وروسته چې د الاهلی فټبال ټیم لوبغاړي محمد هاني په قاهرې کې د راس الحسین (ع) د مقام د زیات کولو به وخت خپل ځیني تصویرونه په ټولنیزو چینلونو کې خپره کړل،نو په دغه اقدام د ټولنیزو چینلونو په کارؤنکو کې ئې ډير جنجال راپورته کړ.
مخالفانو د هغه دغه اقدام اسلام ضده او رټل شوی اقدام وباله او د موافقانو له خوا د هغه د دغه اقدام ستاینه او قدرونه او ډير خوښ سنت وبلل شو.
په دغه جنجال پسې د مصر دارالفتا په ټولنیزو چینلونو کې پخپلې رسمي پاڼې دیوه مطلب په خپرولو سره دغو څرګندونو ته غبرګون وښود. د مصر دارالافتا په دغه مطلب کې ټینګار کړی دی، د اهل بیت علیهم السلام د ضریح زیارت کول ، د خداوندمتعال د تفرب او یو ترټولو لوړ او ښه عبادت دی او د پیغمبر اکرم له خوا ئې ډيره سپارښتنه شوې ده .
له یوې خوا د الازهر یوه لوی عالم عبدالعزیز النجار په یوه ټيلیویژنی پروګرام کې ټينګار کړی دی،هغه کسان چې د جوماتونو او داهل بیت (ع) د زیارتونو له زیارت کولو ډډه کوي او دا بد عمل ګڼي ، دوي ته وایم چې په جهل او ګمراهۍ کې ژوند کوي.
عبدالعزیز النجار په دوام کې وئيلی دي، باید ځوانان د جوماتونو زیارت ته وهڅول شي او د دوي لباره د اهل بیت (ع) سیرت بیان شي. د راس الحسین (ع) مقام په مصر کې یو تر ټولو مقدس اسلامی مقام دی ، دغه جومات د قران کریم د ترټولو پخوانۍ او مشهورې نسخې د ساتلو ځاي هم دی . ددغه جومات ترټولو لوئې جاذبې ، د بهرنیو ټوریسټانو او مسلمانو زیارتوالو د جلبیدا یو مهم ځاي شمیرل کیږي..